په بدخشان کي چاودني یو کس ټپي کړی او د هغه تنکی زوی وژل سوی

چارواکي وایي، د بدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کي د ماين د چاودني له امله يو څوارلس کلن هلک وژل سوى او پلار يې ټپي دى.
د امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګر وايي، دا پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په ملنګ آب کلي کي سوې ده.
د هغه په وینا، چاودنه په یوه کرونده کي د یوه پخواني پاته سوي ماین له امله رامنځ ته سوې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پوري په افغانستان کي د ماینونو او نورو ناچاوده توکو د چاودنو له امله څه باندي ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چي ډېری یې کوچنیان او تنکي ځوانان دي.