په بدخشان کي یوه ځوان ځانوژنه کړې، په کابل کي بیا یوې نجلۍ له لوړي ودانۍ څخه ځان غورځولی

سرچینې وایي، د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ په چاوید روشان سیمه کي یوه ۲۰ کلن ځوان زهر خوړلي او ځانوژنه یې کړې ده.
تر اوسه لا معلومه نه ده چي دغه ځوان ولي د زهرو خوړلو ته مخه کړې وه خو ګمان کیږي چي د کورنیو ستونزو له امله یې دا کار کړی وي.
بل خوا د راپورونو له مخي په کابل کي یوې نجلۍ د یوې ودانۍ له نهم پوړ څخه ځان راغورځولی خو ژوندۍ پاته سوې ده.
چارواکي وایي، دغه نجلۍ د کورنیو ستونزو له امله ځان له لوړ پوړ څخه راغورځولی وو چي دا مهال په روغتون کي بستر ده.
په هیواد کي ځیني وخت دې پېښو ته ورته پېښي رامنځ ته کیږي چي اکثره وخت یې لاملونه کورنۍ ستونزي یادیږي.