په بدخشان کي یوې ۱۹ کلني انجلۍ ځان وژنه کړې

د بدخشان څخه څراغ تلوېزیون ته یوې سرچینې ویلي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د بدخشان په مرکز فیض اباد کي یو ۱۹ کلني انجلۍ ځان وژنه کړې ده.
سرچینې دغه راز زیاته کړې، چي دغه انجلۍ اصلي د لغمان ولایت اوسېدونکي وه، چي اوس مهال په بدخشان کي اوسېدل.
د دغې پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوری معلومه نه ده.
دغه راز ط…البانو د یادي موضوع اړوند تراوسه په رسمي ډول څه نه دی ویلي.
د یادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي د ځان وژني پېښي په افغانستان کي زیاتي سوي دي.