په بدخشان کښي د سيلابونو له امله درې کسان وژل سوي

د بدخشان د طبیعي پېښو په وړاندي د مبارزې رياست وايي، چي په دغه ولایت کښي د تېري چهارشنبې د ورځي راهيسي د زياتو بارانونو د اورېدو له امله د بدخشان په بېلابېلو سيمو کښي سيلابونه راغلي، چي د دغو سیلابونو له امله درې کسان وژل سوي دي او خلګو ته ئې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د بدخشان د طبيعي پېښو په وړاندي د چمتوالي ادارې ويلي
دي، چي د دغه ولایت په وردوج، راغستان، ارغنچخواه، خاش، جرم او تاشکان ولسوالیو کښي سیلابونه راوتلي دي.
د بدخشان د د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي رئیس محمداکرم اکبري وايي:«سیلابونو تر ټولو زیات زیان د جرم ولسوالۍ د خُستَک درې په کلیو کښي اړولی، چي ۵۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سوي، دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه، یو جومات او نور عامه تاسیسات زیانمن سوي دي.»
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چي په وردوج ولسوالۍ کښي هم په باشنده، یومل او تیش کلیو کښي دغو سيلابونو زیانونه اړولي؛ په بشند کلي کښي ۱۵ کورونه، په یومل کښي ۹ کورونه او په تیش کلي کښي ۶ کورونه ویجاړ سوي او کرنیزو ځمکو، باغونو، سړکونو، پلونو او د اوبو رسولو شبکو ته هم زیان اوښتی دئ.