د بدخشان په ولسوالیو کي ط…البانو د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین پېل کړی، چي نن پنج شنبه ئې د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کي څو جریبه د کوکنارو کښت اړولی.
د یادوني وړ ده، چي د ط…البانو د واک ته رسېدو سره سم ط…البانو د افغانستان په ټولو ولایتونو کي د کوکنار پر کښت بندیز ولګوی، خو د ط…البانو د هڅو سره بیاهم سږ کال د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کي په زیاته اندازه د کوکنارو کښتونه کرل سوي دي.