برازیلي چارواکو ویلي، د دغه هیواد په سوېل ختیځ کي د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴۵ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د برازیل په سوېل ختیځ کي د یوه مساپر وړونکي بس او یوې لارۍ تر منځ د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه سوي او اووه تنه ټپیان دي.
د برازيل ولسمشر هم د دې پېښي له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چي دغه پېښه يوه تراژيدي ده.
ویل کېږي چي مساپر وړونکی بس له «ساو پاولو» څخه د شمال ختیځ د «باهیا» ایالت پر لوري روان وو.
د دغه پېښي لامل په اړه ویل کېږي چي د بس د ټایر د خرابېدو له امله یې چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړ او له لارۍ سره یې ټکر کړی دی.
د برازیل چارواکي وايي، له دې سره یو بل موټر هم له بس سره ټکر کړی؛ خو مساپر یې ژوندي پاته دي.