په بغلان او بامیان ولایتونو کي په دوو جلا ترافيکي پېښو کي شپږ تنه مړه سوي دي

په بغلان او بامیان ولایتونو کي د ترافیکي پيښو له امله ۶ تنه مړه او څلور نور ټپيان سوي دي.
د معلوماتو له مخي لومړۍ پېښه په بغلان ولايت کي د یوه کرولا ډوله او لینډ کروزر موټرونو د ټکر له امله رامنځته سوې ده.
دغه راز په بامیان ولایت کي هم د یوه بار وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ترافیکي پېښه رامنځته سوې ده چي په دواړو پيښو کي شپږ تنه مړه او څلور نور ټپیان سوي دي.
په هیواد کي د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندي ويلي وه چي ډېرى دغه پیښي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کیږي.