په بغلان او پروان ولایتونو کي د ترافیکي پيښو له امله ۱۶ تنه ټپيان سوي

د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالي کي یو ۵۸۰ بس موټر له غره سره ټکر سوی چي له امله یې ۹ کسان ټپيان سوي.
د معلوماتو له مخی نن سهار د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ د چهارمغزک په نوم ګولایي کي ۵۸۰ ماډل مسافر وړونکی موټر له سړک څخه ښویدلی وروسته له غره سره ټکر سوی او ۹ تنه پکښي ټپیان سوي.
په یوه بله پېښه کي چي د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ د قلعه سرخ په سیمه کي رامنځ ته سوې ۷ تنه ټپيان سوي دي.
دغه ترافیکي پېښه د دوو کرولا ډوله موټرونو ترمنځ سوې ده چي په پایله کي یې پر سړک د یوه روان ماشوم په ګډون په دواړو موټرانو کي ۷ تنه ټپيان سوي دي.
باید وویل سي چي په دې وروستیو کي د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کي ترافیکي پيښي زیاتي سوي او خلک یې د کنټرول غوښتنه کوي.