په بغلان کي د ترافیکي پیښي له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي، د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ اړوند په کوتل‌ سچي سیمه کي د یوې ترافیکي پیښي له امله شپږ کسان مړه او درې نور ټپیان سوي دي.
دا پېښه په یاده سیمه کي د یو فیلډر موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځ ته سوې او په مړو سویو کي درې ښځي هم شاملې دي.
تر اوسه د دې پیښي د لامل په اړه څه نه دي ویل سوي، خو تر دې وړاندي په هیواد کي د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ، خرابي لاري او د ترافیکي اصولو نه‌‌مراعاتول بلل سوي.
په وروستیو کي د هیواد په نږدې ټولو ولایتونو کي ترافیکي پیښي زیاتي سوي چي له امله یې د نارینه‌وو په ګډون ښځو او کوچنیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.