په بغلان کي د ترافیکي پېښي له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کي د یو سراچه موټر چپه کېدو له امله د ښځو او کوچنیانو په ګډون دوه کسان مړه  او ۸ نور ټپیان سوي دي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، نن له غرمې وروسته د خنجان ولسوالۍ اړوند ګره ګېل په نوم سیمه کي د یو سراچه موټر چپه کېدو په پېښه کي  یوه ښځه او یو کوچنی مړه سوي او د دریو ښځو او درې کوچنیانو په ګډون اته نور ټپیان سوي.

سرچینې ویلي یاده ترافیکي پېښه  له عمومي سړک څخه د یو سراچه موټر ښوېدو له امله رامنځته سوې ده.