په بغلان کي د ترافیکې پېښي له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالي کي د ترافیکي پېښي له امله ۶ کسان مړه او پنځه نور ټپیان سوي دي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه پېښه نن سهار د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ اړوند په خواجه الوان سیمه کي د سراچه او رینجر موټرو ترمنځ سوې ده حي له امله د یوې ښځي په ګډون شپږ کسان مړه او پنځه نور ټپیان سوي دي.

سرچینه وايي، ټپیان ولایتي روغتون ته وړل سوي خو د ډاکټرانو په وینا، روغتیایي حالت يې د اندېښنې وړ بلل سوی دی.

مسوولين دغه راز د بغلان مرکز پلخمري ښار په حسین خیلو سیمه کي د یوې بلي ترافیکي پېښي په اړه هم وايي، په دغه ترافیکي پېښه کي چي د موټر سایکل او پاسو موټر ترمنځ سوې له امله یې موټر سایکل چلونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.