په بغلان کي د ۱۳۰ کورش کارانو تر منځ د کورش ۷ پړاو سیالۍ ترسره سوې

د بغلان ولایت د بدني روزني او ورزش آمریت مسوولین وایي، چي په دغه ولایت کي د ۱۳۰ کورش کارانو تر منځ د کورش ۷ پړاو سیالۍ په دوه سني کټګوریو کي د اته کلپونو ترمنځ ترسره سوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امیرامیري وايي، چي دا لوبي د بغلان د کورش فدراسیون له لوري د ځوانانو او لویانو په دوه سني کټګوریو کي ترسره سوې، چي د اته کلپونو ۱۳۰ لوبغاړو پکښي ګډون کړی وو.

امیري وویل، په پایله کي ۷ لوبغاړي وتوانېدل چي خپلو سیالانو ته په ماته ورکولو سره د دې ولایت منتخبي لوبډلي ته لاره پیدا کړي.

هغه زیاته کړه چي د دې سیالیو موخه د غوره لوبغاړو په نښه کول وه، چي په پایله کي د مصلح، افضلي او دهنه غوري کلپونو د دې سیالیو لومړي، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.