په بغلان کي پر دوو علماوو د ډزو مسولیت داعش منلی دی

د راپورونو له مخي د اسلامي دولت ډلي یا داعش خراسان څانګي په بغلان کي پر دوو دیني علماوو د برید مسولیت منلی دی.
په بغلان کي د امنیه قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني ویلي، چي دوه دیني عالمان تېره ورځ د نا پیژانده وسله والو تر برید لاندي راغلي چي یو یې وژل سوی او یو بل یې سخت ټپي سوی دی.
د برهاني په خبره دغه دوه کسان له یوې میلمستیا څخه کور ته پر لاره وه چي وسله والو ورباندي ټکان وکړل.
په دغه برید کي وژل سوی دیني عالم عبدالرزاق یاد سوی دی.
داعش تر دې وړاندي په بغلان کي د امام زمان پر مسجد د برید مسولیت منلی وو چي په هغه کي لسګونو شعیه لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.