په بغلان کي څه باندي دوه زره مېرمني په خیاطۍ، ګلدوزۍ او د لاسي توکو په تولید بوختي دي

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چي څه باندي دوه زره مېرمني په دغه ولایت کي په خیاطۍ، ګلدوزۍ او د لاسي توکو په تولید بوختي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وايي، چي د دغه ولایت په لسګونه کارخونو کي څه باندي دوه زره مېرمني د خیاطۍ، ګلدوزۍ، خوړو او لاسي توکو په تولید بوختي دي او له دې لاري د خپلو کورنیو اقتصادي چاري سمبالوي.

په بغلان ولایت کي د متشبثو مېرمنو استازي وايي، چي د بغلان په مرکز او ولسوالیو کي دوه زره میرمني چي په کار بوختي دي ورځنی ژوند یې ښه مخته روان دی. بل خوا د کندهار په ګډن په ځینو ولایتونو کي بیا د ښځو د لاسي صنایعو او نورو تولیدي کارځایونو فعالیت په ټپه ولاړ دی.