په بلخ، پنجشیر او وردګو کي د ترافیکي پېښو له امله ۲۰ کسان ټپيان سوي دي

د پنجشیر د امنیې قوماندانۍ ویاند، عابدالله عقاب فاروقي ویلي چي پرون د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له امله درې کسان ټپيان سوي دي.

د هغه په وینا چي دا پېښه د کرولا او سراچې د ټکر له امله سوې او پکښي سپاره درې نارینه ټپيان سوي دي.

بلخوا په بلخ کي سرچینې د ترافیکي پېښي له امله د شپږو کسانو د ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کي د وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي ۱۱ کسان ټپيان کړي.

د ویلو ده چې په وروستیو دریو کلونو کي د هیواد په نږدې ټولو ولایتونو کي ترافیکي پېښي زیاتي سوي چي ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، چابک تګ او د ترافیکي اصولو نه‌‌مراعاتول بلل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *