په بلخ کي د ښځو کورني تولیداتو او کرنیز یو ورځنی نندارتون جوړ سوی دی

په بلخ کي د کرني ریاست مسوولین وايي چي په دغه ولایت کي د ښځو کورني تولیداتو او کرنیز یو ورځنی نندارتون جوړ سوی دی.

دغه نندارتون د بلخ مرکز مزارشریف ښار کي جوړ سوی او مالي لګښت یې، د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړي ادارې یا یونېسف له لوري ورکول کېږي.

په دې نندارتون کي د ښځو کورني تولیدات، لاسي صنایع او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندي سوي دي.

د بلخ د کرني ریاست د پلان مدیر وايي چي یاد نندارتون د کورنیو ملاتړ او د مېرمنو د ځان‌بسیایني په موخه جوړ سوی دی.

بل‌خوا یوشمېر متشبثي مېرمني د دغه نندارتون پر جوړېدو خوښي څرګندوني او وايي چي ورته نندارتونونه کولای سي، د مېرمنو ځان‌بسیایني او تولیداتو ته یې، د بازار برابرولو کي اغېزمن ثابتېدای سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *