د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کي د ۵۰ تنو چاپندازانو ترمنځ راتلونکو لوبو لپاره د لا ښه چمتو والي په موخه د وزلوبي سيالي ترسره سوې، چي يوه ورځ يې دوام وکړ.
مسوولین وایي، د يادو سياليو په پايله کي د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان سول، چي لومړۍ اخرالاق ناصر پهلوان او دويم اخرالاق بيا مصطفی پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي سول.