په بلخ کي نامعلومه وسله وال د يوې کورنۍ درې غړي وژلي

د بلخ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د بلخ ولايت په ديوالي ميدان ولسوالۍ کي يو وسله وال کس د يوې کورنۍ درې غړي ويشتلي او وژلي دي.
د سرچينې په وينا، وسله وال کس د سې شنبې په ماخستن د قدرت الله په نوم د يو کس کورنۍ ته ورغلي، قدرت الله، د هغه مېرمن او زوی ئې ويشتلي او وژلي دي.
بايد وويل سي، چي د بلخ ولايت ط..البانو د دغي پېښي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.