په بلخ کي نامعلومو وسله‌ والو یو ځوان ډاکټر وژلی دی

مسوولین وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کي نامعلومو وسله‌ والو یو ځوان ډاکټر وژلی او ورور یې ټپي سوی دی.
د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق وايي، چي دا پېښه د مزارشریف ښار د څلورمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کي رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، په دې پيښه کي ٣٧ کلن محمد ياسين وژل سوى او ورور يې يوسف ټپي سوى دى.
یادو دوو ډاکټرانو د بلخ په ابوعلي سینا روغتون کي دنده لرل.
د بلخ دامنيې قوماندانۍ وياند د دې پيښي لامل شخصي دښمني بللې او د عاملينو د پيژندني او نيولو لپاره يې د څېړنو د پيل خبر ورکړی.
په دې وروستیو کي په هیواد کي مرموزي وژني او جنايي پیښي زیاتي سوي چي خلک یې اندېښمن کړي دي.