د بلخ ولایت څخه ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پنج شنبې په ماخستن د مزارشریف ښار په دریمه ناحیه کي یوې ۲۱ کلني ښځي ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي دغه ميرمن نیلاب نومېده او د مزارشریف ښار د دریمي ناحیې اوسېدونکې وه. د سرچینو په وینا، هغه واده سوې وه او د يوې کوچنۍ لور مور وه.
د سرچيني د معلوماتو د مخي چي دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته سوې وه، سرچينه زياتوي، چي د نیلاب جسد د نورو څېړنو له پاره د بلخ ولایتي روغتون ته لېږدول سوی دئ.
په دې پېښه کي د نیلاب خاوند، بشیر احمد قادري، د ط..البانو له خوا نیول سوی، خو تر اوسه ط..البانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه پر داسي مهال رامنځ ته سوې، چي د ط..البانو د بیا واکمنۍ وروسته په افغانستان کي د کورني تاوتریخوالي، ځانوژني او د مشکوکو وژنو په پيښو کي د پام وړ زياتوالی راغلی.