د بلغاریا په پلازمېنه صوفیا او نورو لویو ښارونو کښي سلګونه کسانو لاریون کړی، هغوی د یورو د منلو پر ضد خپلي انداېښني څرګندي کړي دي.
دوی غوښتنه کوي، چي د ملت څخه دي د يادي موضوع اړوند پوښتنه وسي او وو وسته دي پرېکړه وسي، چي يورو مني او که د بلغاریا خپله کرنسي (ليو).
لاریون کوونکي وایي چي که یورو ومنل سي، نو د بلغاریا ملي کرنسي لېو به له منځه ولاړ سي او د دغه هیواد خپلواکي به زیانمنه سي.
دوی ویره لري چي دا به د بلغاریا ملي هویت او اقتصادي تسلط کمزوری کړي.