په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کي په جلا جلا پېښو کي پنځه افغانان او یو شمېر نور کسان مړه سوي

پنځه تنه افغانان، چي د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کي یې کار کاوه، په کان کي د ګازو د خپرېدو له کبله مړه سوي دي.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړی چي دا پېښه پرون (شنبه) د هرنايي ولسوالۍ په شاراګ کان کي وسوه.
ځايي چارواکو ویلي، چي یوه خصوصي کان ته ۶ کارګر ننوتل او د سکرو کېندنه یې پیل کړه، وروسته پنځه تنه د میتان ګاز له کبله مړه او شپږم چي بې هوښه سوی وو، وژغورل سو.
بل خوا په پښتونخوا کي د هدفي وژنو او نا امنیو په دوام سره تېره شپه ډيره اسماعيل خان کي درې ځوانان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل سوي دي.
دغه راز نن سهار وختي د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کي د خطيم الله په نوم ځوان هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل سوی دی.