په بلوچستان کي بلوڅ بېلتون پالو پر پاکستاني ادارو بریدونه کړي دي

چارواکي وايي، وسله والو د بلوچستان په ګوادر کي د بندري چارو پر ودانۍ (ګوادر پورټ اتارټي) برید کړی دی.
دغه برید د بلوڅ بېلتون پالو له لوري سوی او د دې ډلي ویاند ویلي، چي ګڼ شمېر پاکستاني ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلوڅ بېلتونپال وسلوال ډله (BLA) له لسیزو راهیسي په بلوچستان کي د پاکستاني ځواکونو پر ضد فعالیت کوي چي وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین – پاکستان اقتصادي لاري (سیپیک) د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.
دغه ډله وایي، پاکستان د بلوچستان طبعي سرچینې په خپله ګټه کاروي او بلوڅانو ته چي د دغه سرچینو اصلي حقدار دي هیڅ حق نه ورکوي.
بلوڅ بېلتونپال د ازاد او خپلواک بلوچستان لپاره مبارزه کوي چي په دې لاره کي یې ډېری غړي له لاسه ورکړي.