د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په سیمه کي د چهار شنبې په ورځ د پولیو د واکسین د کمپاین د ټيم ساتونکي دوه پولیس نامعلومو وسلوالو وژلي دي.
د څراغ تلوېزیون د سرچینې د معلوماتو له مخي یادو کسان د ځان سره د وژل سوو پاکستاني پولیسو وسلې هم وړي او د سیمي څخه تللي دي.
د یادوني وړ ده، چي تراوسه کومي ډلي د دغې پېښي مسؤلیت پر غاړه نه دئ اخیستی.