په بلوچستان کي دوو چاودنو پولیسو او پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي، د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کي په دوو بمي چاودنو کي دوه پاکستاني نظامیان وژل سوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د دغه چاودنو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالو پر غاړه اخیستی او وایي، دوه پاکستاني نظام وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان سوي دي.
د دغه ډلي ویاند وایي، لومړۍ چاودنه پر پولیسو سوې او له هغه وروسته د ترهګرۍ ضد ځانګي ځواکونه سیمي ته ورغلي چي د دوی له خوا دوهمه چاودنه ورباندي سوې او تر شل ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خو پاکستاني چارواکي بیا وایي، په دې پېښه کي یو پولیس وژل سوی او د یوه بل نظامي په ګډون شل تنه ټپيان سوي.
په وروستيو کي د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کي پر پاکستاني ځواکونو د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه زیات سوي.