په بلوچستان کي د تربت هوایي ډګر ته څلور بلوڅ وسله وال ننوتلي او برید روان دی

د بلوڅ بېلتونپالو ویاند جنید بلوڅ وایي، د دوی د مجید کنډک څلور غړي بریالي سوي چي د بلوچستان په تربت ښار کي د پاکستان د دویمي لویې سمندري اډې ټولي امنیتي پوستې سقوط کړي او دغه پوځي اډې ته ننوزي.
د هغه په ونیا، پر دغه اډه نن شپه لس بجې برید پيل سوی، دا مهال جګړه روانه ده او د سپکو وسلو تر څنګ لس لويي چاودني سوي خو تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکول سوي.
دا په تېره یوه اونۍ کي د بلوڅ بېلتونپالو د مجید کنډک دویم او په تېر کال کي دریم لوی ډله ییز برید دی، چي د پاکستان پر مهمو پوځي او استخباراتي مرکزونو ترسره کیږي.
د بلوڅ بېلتونپالو ویاند وايي، دغه هوايي ډګر د چین بې پیلوټه الوتکو ته هم په واک کي ورکول سوی.
تر دغه برید مخکي د مارچ پر ۲۰ په ګوادر کي د ای ایس ای او ایم اې پر کمپلکس د بلوڅ بېلتونپالو له خوا برید سوی وو.
پاکستاني چارواکو د تربت هوایي ډګر شاوخوا لاري ټولي تړلي خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ورکړي.