په بلوچستان کي د تېري اوونۍ تر خونړیو بریدونو وروسته په ګوادر کي د نوي هوایي ډګر د فعالېدو چاري ځنډېلي دي

په ګوادر کي د چین، عمان او پاکستان په ګډه پانګونه د دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت هوایي ډګر جوړ سوی دی، چي ټاکل سوې وه د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ، د اګست په څوارلسمه پرانیستل سي، خو په هغو ورځو کي په ګوادر کي د ماه رنګ بلوچ په مشرۍ د بلوچانو د همږغۍ کمېټې اعتراضیه پرلت د دې سبب سو چي دا مراسم ترسره نه‌سي.

اوس د رویټرز اژانس د راپور له‌مخي د بلوچانو د ازادي غوښتونکو غورځنګ د وسله‌والو د تېري اوونۍ د بریدونو له امله چي تر اویا ډېر کسان پکښي د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کي په یوه ورځ ووژل سول، د دې هوایي ډګر د پرانيستلو مراسم وځنډېدل.

رویټرز اژانس د پاکستان د هوایي چلند د ادارې او په بلوچستان کي د دوو حکومتي سرچینو په وینا راپور ورکړی، چي دا هوایي ډګر به تر هغو فعاله نه‌سي چي په سیمه کي امنیتي وضعیت سم سوی نه وي.