په بلوچستان کي د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مهم غړی وژل سوی

د بلوچستان محلي حکومت د پنج شنبې په ورځ اعلان کړی، چي په دغه ایالت کي د جمعیت علمای اسلام ګوند چي رهبر ئې مولانا فضل الرحمان دئ، مهم غړی ئې عبدالله په بلوچستان کي د ماین د چاودني له امله وژل سوی.
په دغه چاودنه کي دوه تنه نور هم وژل سوي دي. دغه راز  په یاده پېښه کي پنځه تنه نور زخمیان سوي دي.
د یادوني وړ ده چي د دغه پېښي مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دئ اخیستی