په بلوچستان کي د ماین پاکانو پر یوه ډله وسله وال برید سوی

د راپورونو له مخي، د بلوچستان د ګوادر بندر په انکارا بند کي تېره ورځ یکشنبه د ماین پاکانو پر یوه ډله وسله وال برید سوی چي په ترڅ کي یې ۲ تنه وژل سوي او څلور نور ټپیان سوي دي.
ویل کیږي، دا برید پر داسي مهال سوی چي د ماین پاکانو دغه ډله په سیمه کي د ماینونو په پاکولو بوخته وه.
که څه هم د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی خو په بلوچستان کي اکثره وسله وال بریدونه او بمي چاودني د بلوڅ بېلتونپالو له خوا تر سره کیږي چي په دې ورستیو کي دغه بریدونه تر پخوا ډېر زیات سوي.