په بلوچستان کي د پاکستان د څارګري اداري مهم افسر وژل سوی دئ

د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګودار ولسوالۍ کي د پاکستان د څارګري ادارې ای اس ای مهم افسر محمد نواز په يوه بمي چاودنه کي وژل سوی دئ.
د ځايي سرچينې د‌معلوماتو له مخي محمد نواز اصلي د پنجاب اوسېدونکی دئ.
د پاکستان حکومت د دغه بريد اړوند تر اوسه پوري څه ندي ويلي.