په بلوچستان کي د پوځ پر یوه مرکز برید کي ۷ تنه امنیتي سرتېري وژل سوي دي

امنیتي سرچېنو منلې، چي په دغه برید کي چي د بلوچستان ایالت په کلات سیمه کي پر یو پوځي مرکز سوی، اووه تنه امنیتي ځواکونه وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
سرچېنې وایي، چي دغه برید د شپې ناوخته سوی او وسله‌والو له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی؛ خو امنیتي سرچینو په دغه برید کي وسله‌والو ته د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.
د دغه برید پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلې او د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره یې ویلي، چي په دغه برید کي یې امنیتي ځواکونو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
په دې وروستیو کي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کي د تاوتریخوالي پېښي زیاتي سوي، چي تر ډېره یې پړه ټي‌ټي‌پي، د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ او داعش خراسان ډله پر غاړه اخلي.
همدغه څو ورځي وړاندي د بلوچستان په کویټه کي د یو ځانمرګي برید له امله ۲۶ تنه ووژل سول او تر ۵۰ زیات ټپیان سوي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *