د بلوچستان د مرکز کویټې (شال) د څنډي د مارګټ په سیمه کي د پاکستاني پوځيان پر موټر باندي چاودنه سوې، چي له امله ئې شپږ پاکستاني پوځيان وژل سوي او يو تن زخمي سوی دئ.
د پاکستان دولت هم ياده پېښه منلي او زياتوي، چي دغه پېښه د جمعې په ورځ د بلو چستان په مرکز کويټې کي رامنځ ته سوې ده.د دغه بريد مسؤليت تحريک ط…البان پاکستان (ټي ټي پي) منلی دئ .
د يادوني وړ ده، چي تر دې يوه ورځ وړاندي هم د پاکستان په لکي مروت سيمه کي د ترافيک پوليسو پر موټر چاودنه سوې وه، چي پر مهال ئې درې پاکستاني پوليس زخميان سوي وه.