په بلوچستان کي له وسله والو سره په جګړه کي ۱۸ پاکستاني ځواکونه وژل سوي

د بلوچستان ایالت په منګوچر سیمه کي د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ په یوه نښته کي ۱۸ سرحدي پولیس وژل سوي او ۳ تنه نور زخمیان سوي دي
د سیمي د چارواکو په خبره، په یاده پیښه کي وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په خبره، دا پیښه پرون د بلوچستان ایالت د کوټي ښار په منګوچر سیمه کي هغه وخت رامنځ ته سوې ده کله چي د پنجګور څخه د کوټي پر لور د سرحدي عسکرو روان یو موټر د ناڅرګندو وسله والو له لوري په نښه سو.