د پاکستان د بلوچستان په مهرستان سيمه کي يو ځوان هلک او نجلۍ محلي خلګو ځکه وژلې دي ، چي هغوی خپل په خوښه غوښتل واده وکړي.
د بلوچستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شېتل په نوم يوې ځواني نجلۍ غوښتل، چي خپل په خوښه واده وکړي، چي وروسته ئې موضوع د مهرستان محلي جرګې ته تللې او جرګې د يادي نجلۍ اوهلک د وژلو پرېکړه کړې ده.
د سرچینې په خبره چي ځايي خلګو دغه ځوانه نجلۍ او هلک دښتي ته بېولې دي او هلته ئې ويشتلي او وژلي دي.
بايد وويل سي، چي د ټولنيزو رسنيو کارونکو د دغي ځواني نجلۍ او هلک وژل غندلي او دغه کړنه ئې د اسلاميت، بشريت او انساني کرامت سره په ټکر کي بللې او د عاملينو د محکمه کېدو غوښتنه ئې کړې ده.