په بلوچستان کي پر کان ایستونکو له برید وروسته ۴۰ زره کارګر کورونو ته تللي او د سکرو کار ځنډېدلی

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخي، د بلوچستان په دوکۍ کي پر کان کېندونکو تر بريد وروسته تر ۴۰ زره ډېر کارګر خپلو کورونو ته ستانه سوي، چي له امله یې د سکرو صادرات بند سوي او اړوند کمپنۍ اغېزمني سوي دي.
دوې اونۍ مخکي وسلوالو د دوکۍ په یوه کان کي د ۷ افغانانو په ګډون ۲۱ کسان ووژل سول چي مسوولیت یې پر پاکستاني استخباراتي ادارو اچول سوی او بلوڅ بېلتون پالو په دې برید کي لاس لرل رد کړي دي.
د کارګرانو ټولني ويلي، د دوکۍ د ډبرو سکرو په ۱۲ سوه کانونو کي د نورو سيمو شاوخوا ۵۰ زره کارګران په کار بوخت دي .
د دوی د معلوماتو له مخي، له دې سیمي هره ورځ ۱۵۰ لارۍ سند، پنجاب او نورو ښارونو ته سکاره لېږدوي.
د کارګرانو ټولنه زياتوي، چي د ډبرو سکرو د صادراتو بندېدو سره په دغه هیواد کي صنعتي توليدات هم اغېزمن سوي دي.
په بلوچستان کي د سکرو غني کانونه سته، چي دا مهال په ۲ زره شپږ سوه کانونو کي ۸۰ زره کسان کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *