په بلوچستان کي په دوو جلا پيښو کي ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بلوچستان ایالت د مرکز کوټي په کچلاک سيمه کي چاودني دوه پوليس وژلي او يو يې ژوبل کړی دی.
د کچلاک د پوليسو چارواکو ویلي، د پوليسو موټر ته نږدې د سړک غاړي بم چاودنه کي د يوه افسر په ګډون دوه پوليس وژل سوي دي.
دا پېښه نن هغه وخت وسوه چي پوليس په سيمه کي په ګزمه بوخت وو.
پرون هم د بلوچستان ایالت په کلات ولسوالۍ کي د امنيتي سرتېرو پر موټر سړک غاړي بم چاودنه کي اته سرتېري ژوبل سوي وو.
د دغو دوو پېښو مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو په بلوچستان کي د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکي وسله‌واله ډله زیات وخت د دغسي پېښو مسوولیت پر غاړه اخلي.
بل خوا د بلوچستان د شېراني په دانه سر سیمه کي د مسافرو بس چپه سوی دی چي پکښي لږ تر لږه پینځه کسان وژل سوي او شل نور ژوبل دي.