په بلوچستان کي په یوه کان کي د چاودني له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وایي، د بلوچستان د ډبرو سکرو په یوه کان کي د ګازو چاودني له امله ۱۲ کان ‌کیندونکي وژل سوي او ۸ نور ټپیان سوي دي.
د بلوچستان د کانونو ادارې مسوولینو ویلي، چي دا پېښه د چهار شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په هرنایي سیمه کي سوې ده.
د معلوماتو له مخي په دې کان کي ۲۰ کیندونکي په کار اخته وه چي د متان ګاز له امله چاودنه سوې ۱۲ تنه وژل سوي او ۸ نور ټپیان روغتون ته وړل سوي دي.
تر دې مخکي هم د بلوچستان د ډبرو سکرو په کانونو کي ورته چاودني رامنځته سوي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د راپورونو له مخي، په پاکستان کي د ډبرو سکرو کان کیندني صنعت کي د خوندیتوب معیارونه ټیټ دي، چي هر کال د ورته پیښو او چاودنو لامل کیږي او د لسګونو کان ‌کیندونکو د مرګ ژوبلي لامل کیږي.