په بلوچستان کي چاروکي وايي د پرون راهیسي د صوبې په بېلابېلو سیمو کي د وسله والو په بریدونو کي ۳۷ کسان وژل سوي دي

د بلوچستان حکومت وياند وایي، په موسی خېل کي ۲۳، په کلات کي ۸ او په بولان کي ۶ کسان وژل سوي دي.

د هغه په وینا، د موسی خېل د پېښي قربانیان د پنجاب دي او دغه راز وسله‌والو لږ تر لږه لس موټر هم سوځولي دي.

په بلوچستان ایالت کي د داسي مرګونو بریدونو پړه پر بلوڅ بېلتون‌ پالو وسله‌والو ور اچول کيږي.

بلوڅ بېلتون‌ پالي ډلي په یوه بیان کي د موسی خېلو پېښي ته له اشارې پرته ادعا کړې چي، د بلوچستان په بیلا سیمه کي یې د پاکستان د پوځ پر یوه کمپ برید کړی.

دې ډلي ویلي، چي په یاد برید کي یې ۱۱۸ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

بلوڅ بېلتونپالو همدارنګه ویلي، بریدګرو یې د یوولسو ساعتونو لپاره د دې پوځي اډې کنټرول په لاس کي درلودی.

بل خوا د پاکستان په کراچۍ کي د شیعه او سني ډلو ترمینځ په نښته کي ۲ کسان وژل سوي او ۹ نور ژوبل سوي دي.