په بلوچستان کي چاودني درې کسان وژلي او ۱۸ نور ټپيان دي

چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت په پښین سیمه کې نن د پولیسو ماموریت ته څېرمه په موټرسایکل کې د ځای پر ځای سوي بم په چاودنه کې درې کسان چې دوه يې کوچنیان دي، وژل سوي.
دغه راز د دوو پولیسو په ګډون ۱۸ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل سوی.
د پولیسو یوه محلي چارواکي ویلي، داسي ښکاري چي دغه بم له لیري کنټرولېدی او په‌دې اړه څېړني پیل سوي دي.
د پښین مرکزي روغتون ویلي، له پېښي ۲ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل سوي دي، وروسته د سختو ټپونو له کبله د یوې ښځې د مړیني خبر هم ورکړل سوی.
تر اوسه چا د دې چاودني مسوولیت نه‌ دی منلی.