په بنو او خاران سیمو کي ۱۵ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وایي، د خيبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني خېل سیمه کي د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد سوى، چي له امله يې څلور سرتېري وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي د امنيتي ځواکونو درې موټر پر سړک تېرېدل او د جاني خېلو سيمي ته د تللو په حال کي وه چي چاودنه ورباندي سوې.
بل خوا په خاران سیمه کي هم پر پاکستاني ځواکونو بمي برید سوی چي پر مهال یې اته سرتیري وژل سوي.
تر اوسه کومي ډلي د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی خو دا ډول بریدونه عموماً ټي ټي پي کوي.