په بنو کي ځانمرګي او ډله ییز برید ګڼ شمېر پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د خیبر پښتونخوا په بنو کي د پوځ پر یوه مرکز تیره ورځ د روژه مات پر مهال دوه ځانمرګي بریدونه وسول چي ورسره سم نورو وسله والو پر دغه مرکز وسله وال برید پيل کړ.
د راپورونو له مخي په دې برید کي د ګڼ شمېر پوځیانو تر څنګ ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ بیا په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي پر پوځي مرکز سوی برید د خوارجو د مشرانو له خوا چي په افغانستان کي دي، پلان سوی وو.
د ټولو برید کوونکو شمېر ۱۶ ښودل سوی چي ویل کیږي څلور یې ځانمرګي وه.
که څه هم تازه د پاکستان د ادعا په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو مخکي تر دې د ا.ا چارواکو په وار وار ویلي، چي داعش په پاکستان کي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د افغستان تر څنګ سیمه ګواښي.
په بنو کي د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی او د لسګونو پوځیانو د مرګ ژوبلي ادعا يې کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *