د ترکيې پوليسو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي د ترکيې په بورسا ښار کي ئې د يوه اتلس کلن افغان ځوان جسد موندلی دئ.
پوليسو ويلي، چي دغه افغان د چاقو په وسيله په غاړه کي وهل سوی او وژل سوی دئ.
د ترکيې د پوليسو په خبره چي دغه افغان ځوان د بورسا په اورهان غازي سيمه کي په يو فارم کي کار کوی.
د ترکيې پوليسو ويلي، چي د دغه اتلس کلن افغان ځوان د وژلو په تور ئې يو بل افغان اتباع نيولی، چي اوس تر څېړنو لاندي دئ.