په بولیویا هیواد کې د دوو بس موټرو د ټکر له امله ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۹ نور ټپیان دي.
پېښه تېره ورځ د بولیویا په لوېدیځ «پوټوسي» سیمه کي د اویوني او کولچاني ښارونو ترمنځ پر سړک رامنځته سوې ده.
د پوټوسي پولیسو ویلي، د دې مرګونې پیښي په پایله کي د اویوني ښار څلورو روغتونونو ته ۳۹ کسان ټپیان وروړل سوي او ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چي پولیس د هغو کسانو د پېژندني هڅي پیل کړي چي وژل سوي، ټپیان او روغتون ته وړل سوي دي.
بولیویا غرنۍ سیمي او له څار پرته مرګوني سړکونه لري چي هر کال په منځنۍ کچه د ترافیکي پېښو له امله په دغه هیواد کي ۱۴۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.