په بیت المقدس کي لسګونه زره کسانو د اسراییلي دولت پر ضد لاریون کړی

راپورونه وایي، لسګونه زره اسراییلیانو په بیت المقدس کي د دولت پر ضد لاریون کړی چي دا د غزې د جګړې له پیل راهیسي تر ټولو لوی دولت ضد لاریون بلل کیږي.
دوی په اسراییلو کي د تازه ټاکنو او له حماس سره د یرغملو اسراییلیانو د خوشي ‌کولو لپاره د نورو هڅو غوښتنه کړې.
دا مظاهره د اسراییلو پر حکومت د نړیوالو فشارونو سربېره په کور د ننه لوی فشار او نیوکه ده او لاریون کوونکو د بنیامین نتنیاهو له واګه ګوښه کېدل غوښتي دي.
لاریون کوونکو د تل ابیب د ځینو عمومي سړکونو د تړلو هڅي کړي او له پولیسو سره یې شخړي هم کړي دي.
بل خوا د غزې په الاقصی روغتون کي د اسراییلو په بمبارۍ کي څلور کسان وژل سوي او اوه خبریالان یې ټپیان سوي دي.
په غزه کي د روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي‌ چي د تېر کال د اکتوبر له اومي راهیسي د اسراییلو په بریدونو کي د وژل سویو فلسطینیانو شمېر نږدې ۳۳ زره کسانو ته رسیږي او تر ۷۵ زره ډېر نور ټپیان سوي دي.