په تاجکستان کښي یو شمېر افغان کډوالو ویلي، چي د تېرو څو میاشتو راهیسي د اخراج د بېري له امله په خپلو کورونو کښي پټ دي او له بهر تګ څخه ډډه کوي. د دوی په وینا، سره له دې چي دوی قانوني اسناد لکه د کډوالۍ کارتونه یا اقامې لري، خو د تاجکستان پولیس په ځانګړي ډول نارینه ځوانان نیسي او په زور ئې افغانستان ته لېږدوي.
دغو کډوالو زیاته کړې، چي د پولیسو له خوا د نیولو او اخراج پروسه بې نظمه او له تبعیض ډکه ده، چيله امله ئې دوی د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي. یو شمېر کډوالو ویلي، چي د اخراج بېره دومره زیاته ده، چي دوی حتی د اړینو اړتیاوو له پاره له کورونو وتل هم کم کړي دي.
دا په داسي حال کښي ده، چي تاجکستان ته د تېرو کلونو په اوږدو کښي، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال وروسته، د افغانستان له سیاسي بدلونونو سره په زرګونو افغانان کډوال سوي دي. اوس مهال دغه کډوال له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او له نړۍوالو سازمانونو غواړي چي د دوی د وضعیت په اړه اقدام وکړي.