په تایلنډ کي د ښوونځي د زده‌کوونکو په بس کي د اور لګېدو له امله د درې ښوونکي او شل تنه زده‌کوونکي مړه سوي دي.

د تایلنډ په پلازمېنه کي د یوه منځني ښوونځي د زده‌کوونکو په لېږدوونکي بس کي د اور لګېدو له امله د درې ښوونکي او شل تنه زده‌کوونکي مړه سوي دي.
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی، چي دا پېښه د سه‌شنبې په ورځ د دغه هیواد د پلازمینی «بنکاک» په شمال کی د «پاتم‌تاني» په ولایت کي رامنځ ته سوه.
چارواکو ویلي، چي په دې اور لګېدنه کي ۱۶ نور زده کوونکي ټپيان سوي دي.
د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، چي دا پېښه د ټاير د چاودني له امله په بس کي رامنځ ته سوې.
همداراز ویل سوي چي د دغه بس چلوونکى د پوليسو له خوا نيول سوى دى .
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخي په تایلنډ کي هر کال شل زره کسان د ترافیکي پېښو له امله مري او یو میلیون نور ټپیان کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *