د آزادۍ جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د جمعې په ورځ ئې د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کي ئې د ط..البانو د امرب.المعروف پر يوې ډلي بريد کړی، چي پرمهال ئې د دغي ډلي يو کارکوونکی وژل سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، دغه بريد ئې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د امرب.المعروف پر مشر م.لا محمد باندي کړی دئ، خو د هغه په اړه تر اوسه پوري معلومات نه دي خپاره سوي يوازي د دغي ولسوالۍ د امرب.المعروف د يوه مامور د وژل کېدو خبر خپور سوی.
بلخوا بيا د تخار ولايت ط..البانو تر اوسه پوري د دغي پېښي په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي درې ورځي مخکي هم دغي جبهې په کندز کي د ط..البانو د امرب.المعروف د رياست د دوو تنو د مامورينو د وژل کېدو ادعا هم کړې وه.