په تخار کي ناپېژاندو وسله والو یو چینايي وګړی وژلی دی

د تخار ولایت امنیتي چارواکو تایید کړې چي یو چینايي وګړی په دې ولایت کي په وسله وال برید کي وژل سوی دی.
په تخار کي د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اکبر حـ.قاني وايي، چي د “لي” په نوم چینايي وګړی تېره شپه د دشت قلعه ولسوالۍ ته پر لاره وژل سوی.
هغه زیاته کړې چي چینايي وګړی د طالبانو امنیتي چارواکو ته د خبر ورکولو پرته له خپل ژباړونکي سره نامعلوم ځای ته روان وو.
د هغه په وینا، په دې پېښه کي د هغه ژباړونکي ته زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
تر دې مخکي دعقرب میاشتي په وروستیو کي د افغانستان پولي ته څېرمه د تاجکستان په خاوره کي په یوه برید کې یو چینايي وګړی وژل سوی وو او څلور نور ټپیان وه.