په ترکيه کي د دوو افغان کاريګرو مړي پيدا سوي

د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د چهارشنبې په ورځ په انقره کي په يوه فارم کي د حيواني سري په کندي کي د دوو افغان کاريګرو جسدونه پيدا سوي دي.
د ترکيې پوليس وايي، چي دغه افغان کاريګر په دغه کنده کي میتان ګاز نيولي او وژلي دي.
د ترکيې پوليسو ویلي چي دواړه قربانیان افغانان دي چي یو ئې ۲۳ کلن محمد رحیم او بل ئې احمد نومېده.
د ترکيې پوليسو رسنيو ته ويلي، چي د دغو وژل سوو افغان کارګرو د وژل کېدو اړوند ئې څېړني پيل کړي دي.
بايد وويل سي، چي په انقره کي د ط..البانو سفارت تر اوسه د دغي پېښي اړوند څه نه دي ويلي.