په ترکيه کښي د انتاليا د بهير تر عنوان لاندي د افغانستان په اړه څلورم کنفرانس پيل سو

د افغانستان د راتلونکي په اړه د مدني ټولنو او دموکراتیکو ځواکونو د رول په اړه د ملي خبرو اترو څلورم پړاو (د انتالیا بهیر) په ترکیه کښي نن دوشنبه پيل سو.
د انتاليا دبهير اړوند په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د دې کنفرانس موخه د افغانستان د اوسنيو ستراتیژیکو، سیاسي او ټولنیزو ننګونو په اړه بحث کول او د یوه ټولشموله حکومت د طرحې د‌جوړولو له پاره زمینه برابرول دي. دغه کنفرانس د هيواد د راتلونکي له پاره د یوه مشروع، عادلانه او سالم سیاسي توافق ته د رسیدو له پاره اړین ګام بلل کیږي. دغه کنفرانس په ځانګړې توګه د مدني ټولنو فعالانو، ځوانو سیاسي رهبرانو، ښځو او ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او یووالي په پیاوړتیا تمرکز کوي، ترڅو د دوی ترمنځ همکاري او هماهنګي زیاته سي.
د اعلامیې له مخي، دا کنفرانس هڅه کوي، چي په افغانستان کښي د روانو ستونزو، لکه سیاسي بې‌ثباتۍ، ټولنیزو ننګونو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه، یوه هراړخیزه او عملي نقشه جوړه کړي. په دې کنفرانس کښي د ګډونوالو له لوري پر دې موضوعاتو بحثونه او وړاندیزونه وړاندي کېږي، ترڅو د یوه سوله‌ییز او با ثباته راتلونکي له پاره لاره هواره سي.
دا کنفرانس د پخوانیو درېیو پړاوونو دوام دی او د مدني ټولنو او د موکراتیکو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا له پاره یو مهم ګام بلل کیږي.
بايد وويل سي، چي دغه کنفرانس سبا سه شنبه پای ته رسيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *